اوس به پر سپوږمۍ د مينې اظهار کوو
سپوږمۍ په مينه کې خورا مهم رول لري. عاشقان ورته ګوري، د معشوقو څېرې ورسره پرتله کوي، رڼا ته يې ديدنونه کېږي او ډېر نور څه، خو اوس به تر دې وروسته کولای شو چې يو بل ته د مينې اظهار د سپوږمۍ پر مخ وکړو.
د فرانسیسي په نوم یوې کمپنۍ ويلي چې تر ۲۰۲۲ مېلادي کال پورې به هغه کسان چې غواړي په فضا کې یو بل ته د مینې اظهار وکړي، هلته د تګ چانس ولري. سپوږمۍ ته به دا سفر د مشهور سندر غاړي فرانک سینانټرا د “سپوږمۍ ته الوت” له سندرې سره یو ځای پیل شي.
دا سفر به یوه اوونۍ دوام وکړي، خو لګښت یې هم خورا ډېر دی او هر څوک به د ورتګ چانس نه لري، مګر هغوی چې پیسهدار دی، سر له اوسه یې ورته د نوملیکنې بهیر پیل کړی دی. پر دې سفر ۴،۵ میلیونه ډالر مصرف راځي.’
